کونړ ولایت کې د ښارې سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۱۳
کونړ ولایت

۱۲/۱۰/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه په لارښوونه او همکارۍ یې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طلحه په همکارۍ یې د اسعد اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د بند برق او کرهالي ساحو کې د غیرې قانوني استوګنیزو کورونو له جوړېدو مخنیوی وکړ.

د معلوماتو له مخې، د کورونو مالکانو ته لارښوونه وشوه چې، د خپلو کورونو نقشې ویزه کړي او چارې د منل شوې نقشې له مخې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې، ښاري بې نظمي رامنځته کړي او خپلسري کارونه وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت