کونړ او کندهار کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه جوړ شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۵
کندهلر او کونړ

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهاجرینو د عملیاتي کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې په کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلي پلانونه جوړ کړل.

ښاغلی حافظ انجنیر لطیف وایي، کونړ کې یې په مرکز او کندهار کې د دامان ولسوالۍ د دوهم فاز لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شول.

نوموړی وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د اجباري راستنېدونکو کډوالو دایمي مېشتېدو په موخه د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او له همدې کبله یې عملیاتي کمېټه جوړه کړه.

هغه وایي، دغه کمېټه به هڅه وکړي چې هره اوونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، ورسپارل شوې دندې او مسؤلیتونه پر وخت او سمه توګه سرته ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت