کندوز کې له ۲۰۸ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې په دوام دا ځل په کندوز ولايت کې ۲۰۸ زره ۲۷۸ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۷۳ قطعو کې ۱۹۵۹۹۴ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۲۱۳ قطعو کې ۱۲۲۸۴ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د ټول هېواد په کچه په ۵۸۷۸ قطعو کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.