کندهار کې څه باندې ۳۵۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د کندهار ولایت اړوندو سېمو په ۲۶۲ قطعو کې، ۳۵۴ زره او  ۹۶۲ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۳۴۳۲۶۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۲۷۰۰ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي، چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو کې په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ ملیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایی او اقتصادي  پروژو د پلی کېدوپه موخه سروي او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۴۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت ځینې لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو له یو این هبیتات څانګې سره شریک او پر ګډو همکاریو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۸/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ملګرو ملتونو د یو این هبيتات څانګې له مشرې اغلې سټیفني او مل پلاوي سره وکتل.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په فراه ولایت کې د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څو ولسوالیو تاریخي ځایونو جي پي ایس سروې او تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت تخنیکي ټیم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت له ټیم سره په همغږۍ، د هسکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت