کندهار کې د یو مسجد شریف جوړولو په موخه ساحه وکتل شوه
۱۴۴۵/۰۸/۰۸
کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ ښامیر کلا ساحه کې د یو باب مسجد شریف جوړولو په موخه ساحه له نږدې وکتله.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، په دغه لیدنه کې ورسره د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست استازي او کلي مشرانو هم ملتیا کوله.
نوموړی وایي، د ساحې تر لیدنې وروسته به د یاد مسجد شریف لپاره نقشه جوړوي او د لګښت براورد به یې کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د رغنیزو پروژو بشپړولو په موخه ساحه له نږدې ګوري، نقشې ترتیبوي او د جوړولو په موخه یې د لګښت براورد هم کوي.