کندهار کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۷:۳۵
کندهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې د زرغونه انا لیسې ۱۲ صنفي ښوونځي او د دې ولایت په عینو مېنې ښارګوټي کې د استیناف څارنوالۍ ودانۍ رغنیزې چارې پیل کړې.

د زرغونه انا لیسې ۱۲ صنفي ښوونځی په ۸۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د استیناف څارنوالۍ ودانۍ په ۱۴۰۰ متر مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو د ۷۶ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي کلینیکونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، موزیمونو، کتابتونونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې خورا مهمه ونډه درلوده او د تولګټو تاسیساتو جوړول د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست اړوند تخنیکي ټیم د منظمې تخنیکي څارنې په لړ کې د هېواد په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د ودانیزو او لابراتواري چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه له تخنیکي پلوه وارزول شوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د اړوند تخنیکي ټیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

په دهراوود ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخلفاتي ټیم، د دهراوود ولسوالۍ د پلان لرونکو ساحو د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلان د تطبیق د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت