کندهار کي د تحصیلي او تعلیمي دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۷:۳۰
کندهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ښار په عینو مېنې ښارګوټي کې د دې ولایت د پوهنتون لیلیه او د ارغنداب ولسوالۍ په بابر کلي کې د وزیر محمد اکبر خان ۱۰ صنفي ښوونځی جوړوي.

د کندهار پوهنتون لیلیه په ۱۴۵۸ متر مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو د ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې رغنیزې چارې یې له ۲۰ سلنې اوښتي دي.

د وزیر محمد اکبر خان ۱۰ صنفي ښوونځی په ۷۲۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۸ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه د جوړېدو په حال کې دی چې رغنیزې چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت اهمیت ته په کتو، تحصیلي او ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته لومړیتوب ورکوي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د قوش ‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې ۳۷ سلنه چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۹

د جوزجان ولایت د کو راو ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم له لوري د قوش‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه څارنه وشوه.

 د یادې پروژې چارې تر دې مهاله ۳۷ سلن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت