کندهار ولایت کې د یوې خپل سرې رغنیزې چارې مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
..

۱۴۴۵/۰۷/۱۶

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د ښار په دننه کې د یوې خپل سرې رغنیزې چارې مخنیوی وکړ.

مولوي عبدالمتین عاشق وایي، یو شمېر کسانو غوښتل چې د کندهار ښار په (۲) مې او (۶) مې ناحیې د سړک په حریم کې بې بنسټه او په خپل سرې توګه رغونه وکړي، چې دوی یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند مسؤلین او انجنیران وخت په وخت له سیمو څارنه کوي او د خپل سرو رغنیزو چارو مخنیوی کوي.

دوی وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د پلان خلاف په خپل سرې توګه رغنیزې چارې پلي کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ټولو هېوادوالو غواړي، چې په خپلو ولایتونو او سیمو کې دې له خپل سرو رغنیزو چارو ډډه وکړي، چې دغه چاره په راتلونکي کې هم دوی او هم نورو خلکو او حکومت ته سرخوږی جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت