کندز کې څه باندې ۲۳۵ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۰:۳۵
کندز

\ ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي بانک برنامې د پلي کېدو په مهال د کندز ولایت اړوندو سېمو په ۳۱۸ قطعو کې ۲۳۵۷۱۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي ډي.

له دې شمیر څخه ۲۲۳۳۷۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۲۳۴۲ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت