کندز کې د ښځينهوو ابتدايه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ د کندز ولايت په اقتاش ولسوالۍ کې د ښځينهو لپاره د عبدالحکيم په نوم د شپږ صنفي ابتدايه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۶۱۸ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۳ ميليونه ۸۸۳ زره افغانيو د يو کال په اوږدو کې ورغول شوه.