کاپیسا کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اوږدو کې د برښنا د ستنو نصب لپاره ۳۸ ځایونه تثبیت شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۰:۴۲
کاپیسا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د انسجام چارو ریاست رپوټ پر بنسټ، په تازه توګه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اوږدو کې په کاپیسا ولایت کې د برښنا ستنو نصب لپاره ۳۸ ځایونه تثبیت شول.

د برښنا له دې شمېر ستنو څخه ۱۴ پایې پر شخصي ځمکو او ملکیتونو او ۲۴ هغه پر دولتي ځمکو او ملکیتونو نصب کیږي. دغه ځایونه د کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې او د کوهبند ولسوالۍ په بولغین، پفدم، سنجن، ګراو موري او خم زرګر کلیو کې تثبیت شوي دي.

کاسا ۱۰۰۰ د برښنا د انتقال ستره پروژه ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان برښنا شرکت او نورو اړوندو دولتي اداره سره په ګډه د هغه د مالکیت حق تثبیت، استملاک او د پروژې تطبیق لپاره د زمینې برابرولو دنده پر غاړه لري.

په دغه مسیر کې د ځینو دولتي ځمکو او ملکیتونو تثبیت سره، د ستنو د نصب لپاره زمینه برابره شوې ده.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې چې د نړیوال بانک په مالي مرسته تطبیق کیږي، د قرغزستان او تاجیکستان ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي. د دغې سترې پروژې پر مټ، په زرګونه کورنۍ په افغانستان او پاکستان کې له برښنا څخه برخمنې کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا اوس د دغې پروژې په اوږدو کې د مالکیت حق تثبیت، استملاک او ارزښت موندنې چارې په کابل، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې پر مخ وړي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۷
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست تر چتر لاندې، د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو د ۲.۶ کیلومتره برخې د هوارولو او بنسټیزو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر، د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌بندۍ پلان منظور کړ

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌معلومولو (زونینګ) پلان تائید او لاسلیک کړ.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت