کاپیسا کې د دوه ښونځیو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۷:۵۴
کاپیسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني پروژو د تطبیق په دوام، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د حافظ عبدالمجیبد بیګ ۲۴ صنفي ښوونځي او د څارنوال حبیب الرحمن ۲۴ صنفي ښوونځي د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د حافظ عبدالمجید بیګ ښوونځی په ۲۰۰۰ متر مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او د څارنوال حبیب الرحمن ښوونځی په ۳۰۰۰ زره متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستیو درې کلنو کې په هېواد کې د ۱۰۳۰ رغنیزو پروژو چارې پیل کړي چې له دې ډلې د ۱۵۰ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوي، ۴۰۰ نورې پروژې د تطبیق په حال کې دي او پاتې یې په سروې، ډیزاین او تدارکاتي مرحله کې دي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

په ارزګان کې د مساجدو له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه د تخنیکي څارنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت