کاپيسا کې د عبدالعزيز مراد جومات د جوړولو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د عبدالعزيز جامع جومات د رغولو چارې پيل کړې.
دا جومات چې په يوه وخت کې ۵۰۰ کسان په کې لمونځ ادا کولی شي، په دوه پوړيز ډول د دې وزارت د ملي او انکشافي برنامو له لارې په ۱۹ ميلیونه ۴۴۵ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د مقدسو ځايونو په رغولو سره ولسي خلکو ته په ديني او مذهبي برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.