کابل کې څه باندې ۲۹۶ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د کابل ښار اړوندو سېمو په ۲۷۲ قطعو کې ۲۹۶۳۵۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۲۸۸۱۷۷ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۲۷۰۰جریبه دولتي ادرارو تر استفتادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.