کابل کې له ۲۵۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په کابل ولايت کې ۲۵۸ زره ۲۵۳ جريبه سپينه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۱۱ قطعو کې ۲۵۰۰۷۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۴۹ قطعو کې ۸۱۷۶ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۵ ميليونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د ښاري ودانیو دوامداره نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو، د وزارت د محترم مقام د هدایت او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۱۴
Background image

په چهاراسیاب کې د اقتصادي ـ تفریحي پارک جوړولو لپاره تخنیکي ارزونه تر سره شوه

۱۴۷۷/۰۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت چهاراسیاب ولسوالۍ ته سفر وکړ، څو د اقتصادي ـ تفریحي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

پر راستانه شوو مهاجرو د ځمکو د وېش ګړندی بهیر تر کونړ؛ دغه ولایت کې د مهاجرو پر شونډو موسکا خوره ده

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، په کنړ ولایت کې هم مهاجرینو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې نمرې ووېشلې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت