کابل کې له ۲۰۰ جريبو څخه زياته ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول د کابل په چهار آسياب ولسوالۍ کې ۲۷۰ جريبه ځمکه تصفيه کړه.
دا ټوټه ځمکه د چهاراسياب ولسوالۍ په تنګي سیدان قريه کې له دولتي ځمکو څخه د شخصي ځمکو د تفکيک او تثبيت په موخه تصفيه شوې او په پايله کې يې ياده ځمکه د دولت ملکيت وګرځول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د زيربنايي پروژو او د حکومت پراختيايي برنامو د تطبيق او د املاکي شخړو د حل په موخه تر اوسه په ټول هېواد کې له يو ميلیون ۲۰۸ زره جريبو څخه زياته ځمکه تصفيه کړې ده.