کابل کې له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو
۱۴۴۶/۰۷/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي تیم یې د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د (صفا) ښارګوټي اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، له ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي دغه عامه پوهاوی یې د یاد ښارګوټي په ( 17، 19، 22 او 23) ګذرونو کې اوسېدونکو ته ورکړی.
نوموړی وایي، د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو د رعایت او تطبیق لپاره معلومات او ځانګړې لارښوونې وشوې، ترڅو د ښار جوړولو اصولو او مقرراتو ته په پام خپلې چارې تنظیم کړي.
هغه زیاتوي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ترڅنګ خلکو ته په دې اړه هم پوهاوی ورکوي چې، څنګه کېدای شي خوندي او ارام چاپېریال ولري، منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي او له خپل سرو کړنو ډډه وکړي.