کابل کې د صنعتي پارکونو د بدیلو ځمکو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۴۸
معین شهری

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، له خپل مل پلاوي سره یو ځای چې پکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس الحاج محمد عارف حسن ‌زاد، د کابل ښاروالۍ استازي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو برخې استازي، د اوبو او برېښنا استازي، او د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي انجینران شامل وو، د تپې قوریغ سیمې څخه لیدنه وکړه او ساحه یې د هوايي کمرې له لارې وکتله.

تر دې وړاندې د کابل ولایت په یو شمېر سیمو کې، په ځانګړي ډول د کوه قوریغ په سویه، د سوداګریزو مرکزونو او صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره سروې شوې وه. ټاکل شوي پلاوي د لیدنې وروسته د سیمې د قوتونو او کمزوریو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او پرېکړه یې وکړه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به د صنعتي پارکونو لپاره د ۷۰۰ جریبه بدیل ځمکې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د مصوبې د ۸ مادې د ۵  بند له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.

د پلاوي غړو په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې هغه سیمه باید وټاکل شي چې د کوچنیو صنایعو د پارکونو لپاره رښتینې ګټه ولري او تخنیکي وړتیا پکې موجوده وي، هغوی زیاته کړه چې د تپې قوریغ سیمه، چې د دیپلوماتي ښارګوټي شا ته موقعیت لري، د کابل د ښار ماسټر پلان له مخې د ساتنې سیمه ده او هېڅ ښاري ستونزه نه لري، نو ځکه د سپکو صنایعو د پارکونو لپاره خورا مناسبه او اغېزمنه بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د کوچنیو صنایعو لپاره دوه مناسبې سیمې وټاکل شوې دي. د کرنې وزارت د ځمکو ریاست له لوري د ۴۱ سیمو لېست پلاوي ته ورکړل شوی و، چې له هغې ډلې انجینرانو او ټاکل شوي پلاوي تر ټولو غوره دوه ځایونه چې یو د تپې قوریغ سیمه او بل د لته بند سيمه د بتخاک ولسوالۍ اړوند  د کوچنیو صنایعو د پارکونو لپاره غوره کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو د پروژو لومړنۍ ارزونې او مشخصاتو لست بشپړ شو

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د سنجش او ارزونې ریاست خبر ورکوي چې د مرکز او ولایتونو په کچه د امارتي او خصوصي پروژو د ابتدايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۵
Background image

د فراه ښار د څو سړکونو د ویالو د سنګ ‌کارۍ چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د فراه ښار په پنځمې او شپږمې ناحیې کې د ګڼو سړکونو د ویالو د سنګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۱
Background image

د جوزجان ښار د سړکونو کانکریټ اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، الحاج ملا عبدالله فیضان، وویل چې د یاد ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د جوزجان ښار د سړکونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت