کابل کې د خلیل الله خلیلي ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۳:۴۰
خلیل الله خلیلي ښارګوټی

۱۴۴۷/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د منظمې پراختیا په موخه د استاد خلیل الله خلیلي ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق بهیر پیل کړ.

ښاغلی رئيس وایي، د یاد پلان د موقعیت ساحه د قره باغ ولسوالۍ باریک اب سیمه ده چې 9135 استوګنیزې نمرې لري.

نوموړی، د تفصیلي پلان د تطبیق اساسي هدفونه د ساحې د پراختیا لپاره د واضح او معیاري نقشې رامنځته کول، د بې‌نظمۍ او غیرقانوني جوړښتونو مخنیوی، او عامه تأسیساتو لپاره د مناسب ځای ټاکل او د پلان مطابق د نویو ابادیزو ساحو تنظیم او ترتیب بیانوي.

تمه ده چې د پلان تطبیق به کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ کې مهم بدلونونه رامنځته کړي او د خلکو لپاره به ښاري اسانتیاوې لا معیاري کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت