کابل ولايت کې له ۲۳۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۰:۵۷
کابل

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې د تطبيق له پيل راهېسې؛ په کابل ولايت کې ۲۳۵۷۴۳ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۵۵ قطعو کې ۲۲۷۵۶۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۸۱۷۶ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د کابل ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۵۱۰ قطعو کې ۴ ميلیونه ۷۴۸ زره او ۱۳۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې یو شمېر نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول

۱۴۴۸/۳/۳

د چارو د لا ښه تنظیم، اداري اغېزمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په یو شمېر مهمو ریاستونو کې نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت