ښاري سکتور برخه کې د یو خصوصي نړیوال ودانیز شرکت طرحې په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۶/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، ښاري سکتور برخه کې د مولادي نړیوال خصوصي شرکت د طرحې ارزونې غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام اقتصادي معاونیت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت، د بهرنیو چارو محترم وزارت، د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو محترم وزارت، مالیې محترم وزارت، د کورنیو چارو محترم وزارت او د کابل ښاروالۍ محترم ریاست متخصصینو برخه اخیستې وه.
یاد نړیوال خصوصي ودانیز شرکت، محترم اقتصادي معاونیت ته خپله طرحه سپارلې وه، چې له مخې یې غواړي د پنځه کلونو په موده کې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) ارزان بیه کورونه په ټول افغانستان کې جوړ کړي.
د محترم شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د غونډې ګډونوالو د ټولو هغو بهرنیو او کورنیو ودانیزو شرکتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړي چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په یاده غونډه کې، بحث وشو چې د شرکتونو تثبیت دې وشي، د هغوی کاري تجربه او شته پانګه دې معلومه شي او په تړاو دې یې بشپړ ډاډ ترلاسه شي، تر څو معلومه شي چې چارې له ځنډ او خنډ پرته د شرطپاڼې مطابق سرته رسولی شي.
دغه راز، په ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د مولادي شرکت طرحه دې ټول ذیدخله اړخونه په هر اړخیزه توګه مطالعه کړي، ستونزې دې یې په ګوته کړي او د لا غني کېدو په موخه دې خپل وړاندیزونه په بله ناسته کې شریک کړي.
ښاغلي نعماني زیاته کړه، په راتلونکې ناسته کې به د یاد شرکت مسؤلین هم خپل پرزنټېشن وړاندې کړي، چې په څه ډول غواړي افغانستان کې ارزان بیه کورونه جوړکړي.
موخه دا ده چې سرپناه ته اړتیا ده او د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي چې غواړي افغانستان کې ارزان بیه او مناسب کورونه جوړوي، تر څو افغانان مناسبې سرپناه ته لاسرسی ولري.