پکتیکا ولایت کې نږدې درې زره جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۶/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې پکتیکا ولایت کې دوه زره او اووه سوه (2700) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د پکتیکا په مرکز ښرنې ښار کې توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې موخه دا وه، چې د سروې شوې ساحې لپاره اصلاحي پلان جوړ شي.
له ځمکو د اغېزمنې ګټې پورته کولو په موخه سروې او نورې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت کاري لومړیتوبونه دي.