پکتیکا ولایت کې له (۲۸۰) جریبه زیاته دولتي ځمکه توپوګرافي سروې شوه
۱۴۴۳/۱۰/۱۱
د پکتیکا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تفریحي او زرغون ځایونو جوړولو په موخه په یاد ولایت کې (۲۸۳) جریبه دولتي ځمکه د توپوګرافي سروې وکړه.
د پکتیکا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، یاده ځمکه د دغه ولایت په سردې بند سیمه کې موقعیت لري.
دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یادو ځمکو له توپوګرافي سروې څخه وروسته د زرغون او تفریحي ځایونو د جوړولو په موخه په سردې بند سیمه کې لومړنۍ طرحه او ډیزاین ترتیب کړ.