پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت پلانونو میلیونونو ډالرو پانګونې ته زمینه برابره کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۴
paktika

۱۴۴۶/۰۹/۰۸

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د وزارت اصلاحي او تفصیلي پلان د شاوخوا شپږ (۶) میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته زمینه برابره کړه.

ښاغلی مولوي سیف الـجهاد وایي، دا چې پخواني پلان د معیار او اړینو ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو ظرفیت نه درلود، نو په همدې موخه یې د ولایت محترم مقام او د ښرنې ښاروالۍ د محترم ریاست په همکارۍ هڅې پیل کړې چې، نوی پراختیایي اصلاحي پلان جوړ او منظور کړي چې، په خبره یې دغه پلان به وکولای شي د خلکو او د یو معیاري ښار اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي.

د معلوماو له مخې، په یاد منظور شوي اصلاحي پراختیایي او تفصیلي پلان کې (۲۱۶) مارکېټونه، (۸) فرعي سړکونه، مسجدونه، ښاري تشنابونه، د اوبو ذخیرې، معیاري کانالیزاسیون سیستم او نورې ټولې اړينې ښاري اسانتیاوې شاملې دي.

په سیمه کې پانګوالو د نوي پلان د منظورېدو سره سم ډاډ ورکړی چې، خپلې پانګې به د خپل ښار د پراختیا او ودې په موخه وکاروي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پلانونو له مخې، په هېواد کې منظمې، اغېزمنې او ګټورې پانګونې ته زمینه برابروي او د غیر پلاني پراختیا مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

د خوست ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نوي کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۴۴۷/۱۰/۱۳

د خوست ولایت د اسمعیل ‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین کلي کلینیک، د تڼیو ولسوالۍ د باز ملا کلي کلینیک، د صبریو ولسوالۍ د اباخانې کلي کلینیک او د ځاځي میدان ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د نیمروز ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۳

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني او زېربنایي پروژو د تطبیق د څار ټیم له لوري، د یاد ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

1447/10/13

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت