پکتیکا ولایت کې د غیر پلاني ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۲:۷
پکتیکا

۱‍۴۴۶/۰۶/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې پکتیکا ولایت کې د مامورینو په نوم ښارګوټي کې د خپلسرو او غیر قانوني ودانیو له جوړېدو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، انجنیرانو یې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې، د مامورینو په ښارګوتي کې د تفصیلي پلان خلاف د خپلسرو اطاقونو له جوړولو مخنیوی کړی دی.

نوموړی وایي، یادې چارې د پکتیکا ولایت د ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست له اجازې پرته پيل شوې وې، چې په وخت یې مخنیوی وشو.

د یاد ښارګوتي په تفصیلي پلان کې، ذکر شوې ساحه د دوه پوړیزو سوداګریزو مارکېټونو لپاره په پام کې نیول شوې، خو په ساحه کې د بلوکو څخه جوړ شوي غیر معیاري یو پوړیزه اطاقونه جوړېدل، چې د کور او ښار جوړولو ریاست او د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست په همکارۍ یې چارې بندې او ړنګې شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې له خپلسرو کړنو لاس واخلي، خپلې پانګې دې په خطر کې نه اچوي او هڅه دې وکړي چې منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت