پکتیکا ولایت کې د غیر قانوني ودانیو چارې وځنډول شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۳:۵۴
پکتیکا ولایت

۱۴۴۶/۰۸/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د پکتیکا ریاست د محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد د لارښوونې او همکارۍ پر اساس یې ښاري تخلفاتو ته د رسیدنې عمومي مدیریت په مرکز ښرنه کې غیر قانوني چارې وځنډولې.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه څلور ودانۍ د غزني په مسیر په غیر قانوني ډول جوړېدې چې، ځای په پلان کې شنه ساحه ده او دغه راز یې چارې د منل شوې نقشې خلاف هم وې.

نوموړی وایي، د پورته تخلفاتو درلودو له امله یې د یادو ودانیو چارې بندې کړې او په اړه یې د مرکز ښرنې محترمې ښاروالۍ ته په مکتوبي او شفاهي بڼه خبر ورکړل شو.

د ا.ا.ا مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شنو ساحو د ساتنې او خوندیتوب په اړه حکم کړی او هېڅوک حق نه لري چې، د نورې ګټې لپاره یې وکاروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت