پکتیا کې 8390 جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې لارې په ورستۍ یوه مېاشت کې د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې ۸۳۹۰ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۶۹۲۷ ته ورسېد.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###