پکتیا کې ۳۱۴ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټې پروژې د تطبیق په موخه په پکتیا ولایت کې ۳۱۴ جریبه دولتي ځمکه انتقال کړې ده.
دغه اندازه ځمکه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د پوهنتون د جوړونې لپاره سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته انتقال شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د انتقال له لارې په هېواد کې پراختیایي او ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره کړې ده.