پکتیا کې د مستوفیت د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشو
1444/05/17
د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دې ولایت کې د مستوفیت د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه چې په ترڅ کې یې د دغه ریاست تخنیکي ټیم سیخ بندۍ، خشتکارۍ او د مستوفیت د نوي تعمیر د ستنو بررسي وکړه.
دغه راز د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کانکریت حرارت او یخ ضد مواد ټسټ کړل.
همدارنګه دې تخنیکي ټیم قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې چې د تعمیر کارونه د شرط پاڼې مطابق معیاري مخته ولاړ شي.د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیو له کارونو نظارت کوي تر څو کارونه په اصولي او معیاري شکل تر سره شي.