پکتیا کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې پیل شوې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په لجې منګل ولسوالۍ کې د مرنج ۴ صنفي ښوونځي او د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د سوی صحرا ۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.
مرنج ۴ صنفي ښوونځی په ۵۳۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
همداراز د سوی صحرا ۶ صنفي ښوونځی په ۷۸۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۰ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د هېواد په کچه د خصوصي سکټور په همکارۍ د مخکې جوړو شویو ښوونځیو چارې پر مخ یوسي او دا لړۍ لا ګړندۍ کړي.
###