پکتیا ولایت کې د ښاري تخلفاتو پېژندواو مخنیوي په موخه څار پیل شو
۱۴۴۶/۰۶/۱۳
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د پکتیا په مرکز ګردېز او د تېرې باغ لاندې ښارګوټي کې د ښاري تخلفاتو د په ګوته کولو او مخنیوي په موخه څار پیل کړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو د محترم رئیس مولوي عبید الله رشاد په لارښوونه چارې پیل کړې، چې په خبره یې د تېرې باغ لاندې ښارګوټي کې د پلان خلاف ځینې کړنې ترسره شوې دي.
نوموړی وایي، په یاد ښارګوټي کې ځینې استوګنیزې نمرې په خپل سر په تجارتي بدلې شوې دي او دغه راز د پلان خلاف د سړکونو مسیر ته په خپل سر تغیر ورکړل شوی دی.
دغه راز نوموړی وایي، په ځینو شنو ساحو کې هم استوګنیزې ساحې جوړې شوي چې د پلان خلاف چاره ده.
د یاد ښارګوټي بله ستونزه دا ده چې، د پلان د مقیاس له مخې د نمرو ترمنځ واټن یا فاصلې نه دي پرېښودل شوي او خپل سرې شوې ده، چې فاصلې نه دي پرېښودل شوي.
دا او دېته ورته نورې ستونزې هغه څه دي چې د پلان خلاف چارې بلل کېږي او د کور او ښار جوړولو وزارت یې د مخنیوي لپاره جدي کار کوي.
مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې چې د پلان خلاف کومې چارې روانې وې، د بندېدو حکم ورته شوی او دغه لړۍ دوام لري.
