پکتيا ولايت کې له ۲۴۲ زره جريبو څخه زياته ځمکه سروې شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل څخه تر اوسه په پکتيا ولايت کې ۲۴۲۳۴۰ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۱۲۲ قطعو کې ۲۳۸۹۸ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۶۰ قطعو کې ۳۳۸۲ جريب د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د ټول هېواد په کچه په ۵۸۷۸ قطعو کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.