پکتيا ولايت کې له ۲۰۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک پروګرام له لارې دا ځل په پکتيا ولايت کې ۲۱۲۶۷۸ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.
له دې ډلې څخه په ۱۱۸ قطعو کې ۲۰۹۲۹۶ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۶۰ قطعو کې ۳۳۸۲ جريبه دولتي املاک دي چې د پکتيا ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميليونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.