پکتيا ولايت کې د يو ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د کمالخېل ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول په ۲۶ ميليونه ۲۶۰ زره افغانيو د پېشساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.