په کونړ ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۶/۹/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په کونړ ولایت کې سلګونه جریبه ځمکه سروې کړه.
ښاغلی حافظ لطیف وایي، یاد ټیم یې د کونړ د کډوالو او بیرته راستنیدونکو د ښارګوټي (300) جریبه ځمکه کې خط اچونه تر سره کړه.
نوموړی وایي، دغه راز یې (382) کورنیو ته د پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې په اساس د نمرو خط اچونه ترسره کړه.
په ټوله کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په چټکۍ روانې دي چې، پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې شي.