په کور او ښار جوړولو وزارت کې د یو باب مسجد شریف د بنسټ ډبره کیښودل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۱:۲۹
pic

۱۴۴۵/۴/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په انګړ کې د دې وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ  مدارعلي کریمي بامیاني، د محترمو رئیسانو او مسؤلینو په شتون کې د یو باب مسجد شریف د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د مسجد شریف د بنسټ ډبرې د ایښودو په مهال وویل، مسجدونه په اسلام کې خپل ځانګړی ځای لري، چې په وزارت کې د مسجد په جوړېدو سره به دلته د لمانځه تر څنګ نورې دیني چارې او تبلیغ هم مخته وړل کیږي.

ښاغلي نعماني وویل، د دې مسجد شریف د بنسټ ډبرې په ایښودو مو په دیني برخه کې خپل مسؤلیت تر یو بریده اداء کړ.

نوموړي د وزارت کار کونکو او مسؤلینو ته وویل، هر څوک دې خپلې دندې په اخلاص او ښه نیت مخته یوسي او د الله ج رضا دې په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د دې مسجد شریف د بنسټ ایښودل د عبادت او بنده ګۍ په لاره کې یو ستر ګام دی، چې مسجد د بشریت د پرمختګ او عزت بېلګه ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ارشاد او دعوت رئیس محترم مفتي عبدالاحد حقاني وویل، مسجد د الله (ج) د بنده ګۍ او عبادت ځانګړی ځای دی، چې د الله (ج) احکام او فرمانونه له مسجد سرچینه اخلي.

نوموړي وویل، مسجد شریف جوړول او په جوړولو کې یې ونډه اخیستل د مسلمانانو د ایمان له نښو څخه دي چې موږ باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت اداء او ونډه ولرو.

یاد مسجد د اودسونو ځانګړي ځای لرلو سربېره په درېو پوړونو کې جوړیږي چې په یو وخت به د زر کسانو لمونځ کونکو ظرفیت ولري.
_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني ښار کې د پنځو بېلا بېلو سړکونو د توپوګرافي سروې چارې پای ته ورسیدې

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، له پلازمېنې کابل څخه راغلي محترم تخنیکي ټیم، د غزني محترمې ښاروالۍ او د دغه ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

BACK TO NEWS