په کور او ښار جوړولو وزارت کې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه ګمارنې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۲
وزارت شهرسازی ومسکن

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د اداري بنسټونو د لا قوي مدیریت، د خدماتو د شفافیت د لوړولو او د کاري چارو د اغېزمنتیا د پیاوړتیا په موخه ګمارنې ترسره کړې، چې د وزارت د محترم مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د محترم عالي مقام په منظورۍ منظور شوې.

په همدې تړاو د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د معرفت مراسم ترسره شول، چې محترم مولوي ذاکرالله ذاکري د وزارت د محترم مقام د حقوقي مشاور په توګه، او محترم مولوي عبدالمنان حقاني د دې وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د عمومي رئیس په توګه رسماً خپلو کار کوونکو ته وروپېژندل شول.

محترم مالي او اداري مرستیال د معرفت په مراسمو کې څرګنده کړه چې یادې ګمارنې د ادارې د ځواکمنتیا، د قانوني چارو د منظم مدیریت او د ښاري نظم د پیاوړتیا په برخه کې مهمه اغېزه لري.

الحاج محمد ارسلاح خروټي د نوو مقرر شوو مسوولینو څخه وغوښتل چې د دیني مسؤولیت، ملي امانت ‌دارۍ، شفاف مدیریت او د خلکو د خدمت پر اصل ولاړ کارونه ترسره کړي.

تمه کېږي چې دغه مقررۍ د وزارت د کاري ظرفیت په لوړولو، د اداري پروسو په چټکتیا او د خلکو د خدمتونو په معیاري کولو کې څرګند بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت