په کندوز کې د شمال ختیځ زون د کور او ښار جوړولو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
شمال ولایت

۱۴۴۷/۰۴/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت او د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالولي ارکاني په لارښوونه، د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د کارکوونکو لپاره په کندوز ښار کې د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې محترم امر پښتون مراد وویل، دغه ورکشاپ د تخنیکي سروې، د غیرپلاني ساحو د پراختیایي پلان جوړولو، د ودانیو ډیزاین، د کارکوونکو ارزونه او د استخدام د پروسې تر موضوعاتو لاندې پرمخ یووړل شو.

یاد ورکشاپ د کندوز ولایت د دفتر رئیس، د اصلاحات اداري رئیس، د اطلاعات او کلتور رئیس او د کندوز د کور او ښار جوړولو د محترم رئیس په موجودیت کې په رسمي ډول پای ته ورسېد.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، د ظرفیت لوړونې دغه پروګرامونه د وزارت په بیلابیلو ولایتونو کې په منظم ډول ترسره کېږي، څو کارکوونکي د معیاري ښاري خدمتونو وړاندې کولو ته لا ښه چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت