په کندوز ولايت کې د عبدالحکيم ښوونځي ودانۍ نږدې بشپړېدونکې ده

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۲:۳
کندوز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندوز ولايت په اقتاش ولسوالۍ کې د عبدالحکيم ښځينه‌و ابتدائیه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۹۷ سلنه بشپړې کړي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

دا ودانۍ په ۲۳ ميلیونه ۸۰۰ زره افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په معياري ډول رغول کيږي.

د ښځينه‌و لپاره د دې ښوونځي ودانۍ په جوړېدو سره به په سيمه کې د نجونو زده‌کوونکو په ښوونيز ډګر کې پراختيا راشي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل بچيان ښوونځي ته واستوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په اقینې بندر کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د آقینې بندر په سیمه کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت