په کندهار کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۴۶
کندهار

۱۴۴۷/۰۸/۰۳

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د لا ډېرې روڼتیا او عدالت د تامین په موخه راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې ځمکو د وېش لړۍ د پچه اچونې (قرعې) له لارې پيل کړه.

د یاد ریاست مسؤلین وايي، تر اوسه په ټولیز ډول زرګونو مستحقو کډوالو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ځانګړې او وېشل شوې دي، د معلوماتو له مخې، د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په نوي کډوال ښارګوټي کې یوازې زرګونو راستنېدونکو مهاجرینو ته ځمکې وېشل شوې دي.

د کندهار د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ځمکو د وېش بهیر د اصولو، شفافیت او عدالت پر بنسټ روان دی، تر څو ټول مستحق کډوال وکولای شي په منظم او قانوني ډول دایمي استوګنځای ترلاسه کړي.

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کورنیو راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشت کېدو او د ښاري پراختیا د منظم بهیر د پیاوړتیا په موخه د کډوالو ښارګوټي طرحه او پلي کوي. د ځمکو د وېش د پچه اچونې بهیر د شفافیت د زیاتولو، د هر ډول شک او تبعیض د مخنیوي او د مستحقو کورنیو د حقونو د خوندي کولو لپاره غوره شوی، تر څو کډوال وکولای شي په باوري فضا کې خپل نوی ژوند پيل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت