په کندهار کې د پیښو په وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۵۱
کندهار

۱۴۴۷/۰۳/۰۹

د کندهار ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخننیکي ټيم په عینو مینه کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعیدي وویل، چې په اوس مهال کې د ودانۍ د تهکوي دیوالونو داخلي پلاسترکاري او د دوهم پوړ دخونو خشتکارۍ چارې روانې دي.

د نوموړي په خبره، چې ځینې نیمګړتیاوې شتون لري؛ د چت او کالمانو لپاره منظمې اوبه ندي ور کړل شوي، نو له همدې امله، ساحوي انجنیر ته هدایت وشو څو یادې ستونزې سمدستي اصلاح کړي، کالمان د ترپال لاندې خوندي کړي او دوامداره اوبه ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د پیښو په وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ پروژه د کندهار په عینو مېنه سیمه کې موقعیت لري او موخه یې د ادارې لپاره د یو معیاري ودانۍ رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت