په کندهار کې د سپین بولدک د زندان د احاطوي دیوال او اړوندو تاسیساتو د چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۲۸
کندهار

۱۴۴۷/۰۴/۱۳

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ د زندان د احاطوي دیوال، اطاقونو او تشنابونو د کندنکارۍ له چارو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي عبدالمتین سعید وویل چې د دې څارنې پر مهال د زندان اداري بلاک او د ښځینه بلاک لپاره د ۹ بابه اطاقونو، ۱۳ بابه تشنابونو او احاطوي دیوال د کندنکارۍ چارې تر ارزونې لاندې راوستل شوې.

دغه څارنه د زندانونو د چارو د سمون ریاست د وړاندیز پر بنسټ ترسره شوې ده. د څارنې موخه یې دا ده چې د سپین بولدک د زندان د تاسیساتو د اعمار کارونه په معیاري او تخنیکي ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت