په کندهار کې د جامعه عمر د پراختیايي پروژې د پيل چمتووالی ونیول شو
۱۴۴۷/۱۱/۲۹
ټاکل شوې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی و رعاه د حکم پر اساس به په نږدې ورځو کې د کندهار ولایت د جامعه عمر د درې مهمو برخو د جوړولو چارې رسماً پيل شي.
په همدې موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، د کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د کندهار ولایت له محترم والي الحاج ملا محمد شیرین اخند سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس او یو شمېر اړوند مسؤلینو هم ګډون درلود.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر د خپل سفر موخه د جامعه عمر د پراختیايي پروژې د عملي چارو ارزونه او د کار د پيل لپاره لازمې همغږۍ وبللې.
نوموړي وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت له مخې به د یادې جامعې اړوند د څلورو منارونو، د اوبو ذخیرې او کتابتون د جوړولو چارې ډېر ژر د یوه معیاري ساختماني شرکت له لوري پيل شي.
هڅه به وشي، چې یاده پروژه د ټاکلي مهال وېش له مخې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا د کندهار محترم والي الحاج ملا محمد شیرین اخند، جامعه عمر د اسلامي امارت او افغان ولس لپاره یو مهم تاریخي او معنوي مرکز وباله او د دغې تاریخي جامعې د پراختیا په برخه کې یې د ولایتي ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادې پروژې پلي کېدل به د دیني او عامه تاسیساتو د پراختیا ترڅنګ، د سیمې د ښاري او ټولنیز پرمختګ په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.
