په کندهار کې د اوسپنې ریل پټلۍ د مسیر ټاکلو په موخه سروې وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۴۱
کندهار

۱‍۴۴۶/۱۱/۶

د کندهار ولایت د کور او  ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمیتن سعید وایي، د ټولګټور ياست، ښاروالۍ رياست، کرنې او اراضۍ رياست  او اټومي انرژۍ رياست سره په ګډه یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوسپنې ریل پټلۍ د مسیر د ټاکلو په موخه سروې وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د ګډ هئیت سره په همغږۍ یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې زر جریبه ځمکه په نښه او سروې کړه.

د نوموړي په خبره، د اوسپنې د دې ریل پټلۍ مسیر د سپین بولدک څخه تر هرات ولایت پورې دی چې اوږدوالی یې (۷۳۷) کیلو مټره دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت