په کندهار کې د امارتي هوټلونو لپاره ځمکه مشخص شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۷
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د امارتي هوټلونو، رستورانتونو اومیلسمتونونو لپاره په خاکریز ولسوالۍ کې ځمکه مشخص شوه.
ښاعلي مولوي سعید وویل، د دې ولسوالۍ اړوند په (۵۰) جریبه خمکه کې د یادو هوټلونو، رستورانتونو او میلمستونونو لپاره د نقشې او ډیزاین د ترتیب لپاره براورد تر سره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اداري تعمیرونو لپاره نقشې او طرحې ترتیبوي تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.