په کندهار ولایت کې د تصفیې کمېسیون له خوا ځینې را ټول شوي وسایل، جنسونه او موټر تفکیک کیږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۲:۵
انځور

1444/08/13

د کندهار ولایت څخه د تصفیې په مهال ځینې وسایل، موټر او جنسونه چې د دولتي ملکیت په ګمان راټول شوي وو، د ا.ا.ا د کابینې د 9 مصوبې د 5 بند له مخې د تفکیک او ارزونې په موخه یې ناسته وشوه.

یاده ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د محترم سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني او د مالیې وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، کورنیو چارو وزارت، د تصفیې کمیسیون او د بیت المال د تثبیت ادارې د استازو په شتون کې دایره شوه.

دمګړۍ درې خصوصي شرکتونه ادعا لري چې د تصفیې په مهال کندهار ولایت کې د دوی له شرکتونو ځینې وسایل، جنسونه او موټر راوړل شوي، چې په وینا یې هغه دولتي او یا بهرني نه، بلکې د دوی شخصي دي او باید بېرته ورته وسپارل شي.

په ناسته کې د بېلا بېلو دلایلو او ځینو اسنادو تر کتلو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني د یادو شرکتونو له مسؤلینو وغوښتل چې د راوړل شویو وسایلو، جنسونو او موټرونو په تړاو خپل اسناد راوړي، چې هغه به د ګمرکاتو محترم ریاست او دغه راز د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو محترم ریاست ته د لا وضاحت او شفافیت په موخه واستول شي.

یاد هیئت به د ذکر شوو ریاستونو له بشپړ او هر اړخیزو معلوماتو وروسته خپلې موندنې او راپور د وروستې پایلې په موخه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته واستوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت