په کندز کې له ۲۰۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې په کندز کې ۲۰۶ زره ۲۳۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۷۰ قطعو کې ۱۹۳۹۹۴ جريبه سپینه دولتي ځمکه او په ۲۰۵ قطعو کې ۱۲۲۳۸ جريبه دولتي املاک دي چې د کندز ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ۵۷۳۲ قطعو کې ۵ ميليونه ۱۱۲ زره او ۳۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.