په کندز ولایت کې ۲۳۵۷۱۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د سروې او ثبت په دوام د کندز ولایت په مرکز او ولسوالیو اړوند سیمو کې ۲۳۵۷۱۲ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې ډلې، ۲۲۳۳۷۱ جریبه سپینه ځمکه او ۱۲۳۴۲ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.