په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۱۲/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ریګ روان په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې.
په یاده سروې کې ۲۵۴ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې نیول شوې، چې موخه یې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړېدو په پار د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د چمتو کولو لپاره زمینه برابرول دي.
د یادې سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې د ښارګوټي پلان ترتیب او د تطبیق لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
دغه اقدام د راستنو شویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
