په کابل کې د عزیزي کمپلکس په اړه چمتو شوی راپور له ریاسة الوزرا محترم عالي مقام سره شریک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۴۷
mudh

۱۴۴۶/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو کمېټې خپله وروستۍ ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د عامې روغتیا محترم وزارت، د کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ استازو برخه اخیستې وه.

د یادې موضوع په تړاو په تیرو ناستو کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر ، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د اراضۍ له محترمو استازو یو ګډ هئیت ته دنده سپارلې وه، تر څو ساحه له نږدې وګوري او د ځمکې تفکیک او تثبیت وکړي.

بالاخره، د څو پرلپسې ناستو، اسنادو کتلو او نورو هڅو وروسته ټاکل شوي هیئت خپلې موندنې د یو راپور په اډانه کې چمتو او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وسپاره.

د عزیزي خیریه بنسټ، په پام کې لري چې د کابل ښار، اتمې ناحیې، رحمن مېنې په شاوخوا (۳۵۰) درې سوه او پنځوس جریبه ځمکه کې پوهنتون، روغتون، دارالایتام، ښوونځي، لیلیه او هستوګنیزه ساحه، جوړه کړي، چې په وړیا توګه به خدمات ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت